اسرائیلي بریدونو کې 280  فلسطینیان وژل شوي دي

د اسرائیل جنگی الوتکو د اتوار په ورځ د غزه په سیمه کې تازه بریدونو کړي دي او فلسطینی چارواکو ویلي د خالي ورځ نه پېل شوي په دغه حملو کې د مړو شمېر 280 ته رسیدلی دی.
په دغه بریدونو کې شااو خوا ٧٠٠ کسان ژوبل شوي هم دي. اسرائیلي پوځ د حماس پرضد د بریدونو پخلی کړی او خبرداری ئ ورکړی خپل دغه بریدونه نور هم غزولی شي.
د اسرائیل جنگي الوتکو او هیلي کاپټرو د فلسطین د حماس ډلی ودانی ویجاړی کړی دي.
د اسرائیل دفاعي چارو وزیر ایهود بارک دړکه ورکړی د ضرورت په وخت عملیات نور هم غزولی شي.
چارواکي وایي د اسرائیل کابینی د غزه له اړخه د ممکنه بریدونومخنوي لپاره نور عسکر پرځایې کولو قرارداد منظور کړی دی.
حماس ژمنه څرگنده کړی دوي به نور راکټي او ځانمرگي بریدونو کوي او د اسرائیل نه به بدل اخلي.
فلسطیني تندلارو ٥٠ راکټی د اسرائیل په سویل برخه کې پرون ویشتلي چې پکې یو تن وژل شوی وؤ.