اسرائیلي بریدونو کې ٣٠٠ؤ نه زیات فلسطنیان وژل شوي دي

د فلسطین په غزه سیمه کې د اسرایئلي جنگي الوتکو بریدونه په دریمه ورځ هم دوام لري. په دغه بریدونو کې د وژل شوؤ کسانو شمېر ٣١٠ ته رسیدلی ده.
د ملگرو ملتونو د مرستو یوې ادارې ویاند د مړو شمېر٥١ ښودلی دی . دغه اداره وایي د مړو شمېر یي غزه کې د روغتونو نه تر لاسه کړي دي.
اسرائیل وایي دغه بریدونه د فلسطین د حماس ډلی لخوا د راکټي بریدونو ځواب دی.
د اسرائیل صدراعظم ایهود المرټ ویلي د اسرائیل لخوا پېل کړی شوي عملیات به تر ډیر وخت پورې دوام لري.
خو د بهرنیو چارو وزیری ټي زیپي لېواني ویلي اسرائیل غزه سیمه په خپله ولقه کې د اخستلو هېڅ اراده نه لري.
بلخوا ترکیې ویلي د اسرائیل او سوریا تر منځ د سولې منځگړتوب به ځنډوي.
د ترکیه د بهرنیو چارو وزیر علي بابکان ویلي اسرائیل چې په غزه کې جگړه کوي نو شام سره د سولې خبری نشي کولی. سوریا هم د اتوار په ورځ ویلي اسرائیل سره د سولې خبرې ځنډوي.
په ټوله نړۍ کې د اسرایلو لخوا د فلسطنیانو پرضد د روانو بریدونو غندنه روانه ده.
په عربي نړۍ او د اروپا په گډون د امریکا په شکاگو ښار کې د اسرائیلي بریدونو پرضد احتجاجونه شوي دي.
په دغو احتجاجونو کې پنه زرگونو خلکو برخه اخستې او د اسرایل بریدونه یې غندلي دي.
اخوا سپینه ماڼی وایي اسرایلې بریدونه د حماس لخوا د بې گناه اسرایلو د وژنې ځواب دی. سپینه ماڼۍ حماس یو ترهگر تنظیم بلي.