هند او پاکستان یوبل سره اټومي معلومات شریک کړي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د هند سره د یو بل په اټومي ځایونو باندې د برید نه کولو تړون لاندې یې یو بل ته د اټومي ځایونو فهرستونه ورکړي دي.
هند او پاکستان د کال ١٩٩٢ نه د نوي کال په لومړۍ ورځ یو بل ته دغه فهرستونه ورکوي. د هند ممبۍ ښار ترهگر بریدونو باوجود دواړو هېوادونو د معمول په رنگ یو بل ته فهرستونه سپارلي کړي دي.
دپاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري پرون ټیلي فون باندې د امریکا جمهوررئیس بوش ته ویلي وؤ که په بریدونو کې یو پاکستانی هم ککړ وموندل شو نو دهغه پرضد به کاروایی کوي.