اوباما د گوانتانامو د بندیانو د محاکمې ځنډولوخواست کړی دی

د امریکا د پوځی محکمې یو قاضي په گوانتانامو کې د ترهگرۍ په شک کې د نیول شوی یو قیدي محکمه ځنډولی ده. د قاضي دغه فېصله د نوي جمهورئیس باراک اوباما د هغې پریکړې وروسته شوې ده چې وایی قاضیان دې په گوانتانامو کې د بندیانو محاکمې د ١٢٠ ورځو پورې وځنډوي. اروپایي ټولنې د بندیانو د محاکمه کولو بهېر د ځنډولو د فېصلې هرکلې کړی دی.
د اروپایي ټولنې د عدالت کمیشن مشر ویلي چې د ښاغلي اوباما دغه پریکړه د گوانتانامو په اړه یو مهم گام دی.
په گوانتانامو کې دترهگرۍ په شک کې نیول شوو کسانو محاکمې ځنډول به دنوي جمهوررئیس ادارې ته وخت ورکړي چې هر بندي قضیه بیا وگوري او د دوي لپاره جوړ شوي عدالتي نظام ته بیا کتنه وکړي.