گېټس : القاعده پسې به ځو پاکستان پردې خبردی

د امریکا دفاع وزیر رابرټ گېټس ویلي امریکا به القاعده پسې هر ځایې ته ځي. نوموړي دا خبره د دفاع چارو کمیټۍ ته دخبرو په وخت کړې ده.
هغه زیات کړې چې پاکستان یې په دغه دریځ خبر کړی دی. کمېټۍ ته د وینا په وخت ښاغلي گېټس دا هم ویلي چې په قبایلي سیمو کې د القاعدې په پټو ځایونو به دجاسوسي الوتکو بریدونه جاري ساتی.
د ښاغلي گېټس دغه وینا ته په ځواب کې پاکستان ویلي چې د جاسوسي الوتکو حملو د ترهگرۍ پرضد جگړې ته زیان رسولی.
دپاکستان په دغه دریځ تل نیوکې کېږي او ناقدین وایي چې د پاکستان پوځ د القاعدې یا طالبانو پرضد جگړه کې ناکامه دی.
ځیني ناقدین د پاکستان په پوځ دا تور هم لگوي چې د پښتنو په ځمکه یې یوه بله گوریلا جگړه پېل کړی. په پاکستان تور لگول کېږي چې طالبان یې پېدا کړي دي.