پيښور:بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي دي

دصوبه سرحدسرښارپيښورسره نزدې دبډه بيرې په بازيدخيلوسيمه کې ديوې بمي چاودنې لۀ امله لږترلږه درې کسان وژل شوي اؤ١٤نورژوبل شوي دي،
دغه چاودنه نن دنهې په ورځ دسيمه ايزاولسي استازي يا ناظم فهيم خان دکورمخې ته په ولاړيوموټرکې شوې ده چې پخپله ناظم هم پکې ژوبل شوى دى،
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښورليډي ريډنگ روغتون ته رسؤل شوي دي اؤپه وژل شوؤکې ښځې اؤماشوما هم شامل دي
دپيښوردسيمه ايزوتماسونومشرياډي سي اواؤدپوليسومشرصفوت غيورپه دغه بمي چاودنه کې دشوې مرگ ژوبلې پخلى کړى دى،
عيني شاهدانوډيوه راډيوته وويل دناظم فهيم خان دکورڅخه په شوؤډزوکې هغه دوه بريدکوونکي هم وژل شوي دي چې په گاډي کې دبم ايښودلو لپاره روان وؤ،
دچاودنې لۀ امله گڼوودانيوته هم زيان رسيدلى دى،
بايدوويل شي چې په بازيدخيلوسيمه کې څوورځې وړاندې دخيبرايجنسۍ ديوتندروه مذهبي ډلې لښکراسلام دوسله والواؤپوليسوترمينځ نښته کې ٩تندلاري هغه مهال وژل شوي وؤچې هغوئ دسيمې څخه دناظم دتښتولوهڅه کوله