امریکا افغانستان کې د ځواکونواو ډپلومیټانو شمېره زیاتول غواړي

دامريکا ورځپاڼې یوې واشنگټن پوسټ پخپل يو راپور کې ويلي امريکا به په سيمه کې دخپلې نوې تگلارې لاندې افغانستان کې په زرگونو ډيپلوماټان اؤ په بيلا بيلو څانگو کې انتظامي چارواکي وگماري.
دحکومتي چارواکوله مخې دملي سلامتۍ په هکله به دجمهوررئيس براک اوباما صلاح کار دغه پلان جمهوررئيس ته وړاندې کوي.
په کابل کې دامريکايي سفارت خانې دکار ښۀ کولو لپاره مشر ډيپلوماټ پيټرگيلبرائتهدملگرو ملتونو مهم مشر اؤ فرانس رکسيارډوجونئير به دامريکايي سفير مرستيال گمارل کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهوررئيس براک اوباما تيره اوونۍ د پخواني پوځي مشر جنرال کارل ايکنبري افغانستان کې دسفير ټاکلو اعلان کړى دى.
دنورو انتظامي چارواکو گمارنه به دکرکيلې، انصاف اؤ نورو بيلا بيلو څانگو دننه کيږي چې منظوري يې دامريکا پخواني جمهوررئيس بوش دخپلې څوکۍ پريښودلو څخه ٤ ورځې دمخه ورکړې وه.
په افغانستان کې دامريکا دانتظامي مشرانو په شميره کې دزياتوالي پريکړه دافغانستان اؤ پاکستان په هکله دامريکا داوږدې تگلارې برخه ده