اوباما : اسلامي نړۍ سره نوې اړیکې پېلول غواړم

امریکا جمهوررئیس باراک اوباما په ترکیه کې د نړۍ ټولو قامونو ترمنځ د زیاتې پوهې او روغې جوړې لپاره غږ کړی دی او د امریکې او اسلامي نړۍ تر مینځه یې د اړیکو بیا جوړولو د ژمنې اعاده کړی ده.
باراک اوباما د ترکیه استنبول ښار کې د کالج محصلینو سره په یو غونډه کې د امریکی او پاتې نړۍ مسلمانانو تر منځ د یونوي سفر پیل کولو ژمنه وکړه.
ښاغلي اوباما ویلي د نورو هېوادنو په رنگ امریکا هم غلطۍ کړی او زیاته یې کړه د نړۍ لپاره به وخت لږی چې څنگه د پخواني جمهوررئیس جارج بوش په پرتله هغه به د امریکا په یو بدل اړخ کې مشري کوي.
د یو سوال په ځواب کې ښاغلي اوباما وویل په بهرنۍ تگلاره کې لوی بدلون په ورځو یا میاشتو کې نه راځي ددې لپاره وخت پکار دی.
د ترکیه د دوه ورځو سفر وروسته ښاغلي اوباما د عراق په نه څاپی سفر بغداد ته رسېدلی دی.
د جمهوررئیس جوړیدو وورسته د دا باراک اوباما عراق ته لومړی سفر دی.
نوموړی د ترکیه نه نن ماسپخین پداسې حال عراق ته رسېدلی چې په بغداد کې څو ساعته وړاندې د موټر په یو بمي چاودنه کې اته کسان وژل شوي دي.
د سپينې ماڼۍ یو ویاند ویلي جمهوررئیس اوباما د خپلو پوځي مشرانو او نورو امریکائي ځواکونو سره لیدل کتل کړي.

Keywords: United States, Barack, Obama, turkey, world, Islamic. Iraq, bush, Washington