باراک اوباما د گوانتانامو ځندان د تړلود فیصلې دفاع کوې

د امریکې جمهوررئېس باراک اوباما د گوانتانامو ځندان د تړلو د فېصلي دفاع په ترڅ کې ویلې دې چې د شک من ترهگرو لپاره دغه ځندان بد نظمي رامنځته کړې ده او له امله يي د امریکي امنیت کمزوری شوی دی.

د زیارت په ورځ قامي سلامتیا لپاره خپله تگلاره اعلانولو په محال باراک اوباما په واضحو ټکو کې وویل چې د گوانتامو ځندان به تړلی کیږي.

ښاغلي اوباما خپله وینا په داسې محال کې وکړه چې یوه ورځ وړاندې د واک من ډیموکریټک گوند اکثریتي سینیټ د حکومت لخوا د گوانتانامو ځندان تړلو لپاره د ٨٠٠ میلینه ډالرو خواست د شپږو په مقابله کې په ٩٠ ووټونو ردکړو.

د گوانتانامو بند د پخواني جمهوررئېس جارج بش په واک کې د شک من ترهگرو نیولو لپاره جوړکړی شوی وو. خود انساني حقونو نړې والو ادارو په ځندان باندې نیوکی کړی دي او واېي چې هلته د نیول شوو خلکو د حقونو سرغړونه شوي ده، دغه ځندان بې قانونه دی او باید چې وو تړلی شي.

په جنورۍ کې د واک ترلاسه کولو ورسته، باراک اوباما ویلي وو چې د گوانتامو بند به د یو کال دننه تړلی کیږي. په دغه بندي خانه کې تر دا وخت د ۴٠٠ نه زیات شک من قید دي.

د زیارت په ورځ وینا کې، باراک اوباما وویل چې د پخواني جمهوررئيس جارج بش په واک کې ٥٠٠ تنان د گوانتانامو نه خوشي کړی شول او په اوو کلونو کې یواځې درې تنان محاکمه کړی شول، چې د بند کمزوری قانوني اساس ښاي.

هغه وویل چې د هغه حکومت به د گوانتانامو بند له امله رامنځته شوي قانونې گډودۍ لرې کوي. هغه زیاته کړه چې په بند کې د هر تن کیس ته به په ځانگړي توگه کتنه کیږي او کوم تن به هم په نا جائزه توگه نه نیولی کیږي.

باراک اوباما وویل چې د شک من ترهگرو نیولو لپاره به قانوني چوکاټ دننه داسې نظام جوړول کیږي چې د عدلیي او کانگرس د کتني د لاندې به وي.

هم په دی محال کې، د پخواني جمهوررئیس جارج بش پخواني نائب ډک چينی د خپلي انتظامیي د امنیتي پاليسۍ دفاع وکړه. نوموړي وو یل چي د هغوي پاليسۍ هیواد د ترهگرو نه بچ کولو کي ډيري موثرې وې.

هغه وویل چې د هغوي د پالیسو په نتيجه کي د ډيرو امريکا یانو ژوندونه ساتلی شوي دي. هغه زیاته کړه چي استخباراتي ادارو د نائن الېون بدل نه اخستلو بلکه داسي نوري پیښو نه د بچ کولو هڅي کولې. نوموړي د جمهور رئیس گونتانامو په حکله دپاليسو غندنه هموکړه.

په کانگرس کې، د ډیمکریټک سینَيټرانو چا چې د شورو په ورځ د حکومت خلاف ووټونه اچولي وو، واې چې باراک اوباما تر دا وخت دا فیصله نه ده کړي چې په گوانتانامو کې بند تنان به چرته لیگلی کیږي.

د سینیټ په شان د کانگرس د استازو ایوان یا هاوس اف ریپریزنټیټیوزهم د گوانتانامو ځندان په لړ کېدغه رنگ گامونه پورته کړي دي.

حزب اختلاف ریپبلیکن گوند د با راک اوباما د گوانتانامو ځندان تړلو پلان باندې نیوکې او واېي که دغه بند کې نیول شوي تنان امریکا ته منتقل کړی شول نو امریکایان به خطر سره مخ کړی شي.