پوځ د رزمک کالج  طالبعلمان د جنگیالو نه خلاص کړل

د پاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګه وايي درزمک کيډټ کالج عمله او زده کوونکي يې دتندلارو څخه دپوځي عملياتو په ترڅ کې راخلاص کړي دي.
دايي ايس پي ار لخوا جاري کړل شوي بيان له مخې ٧٩ زده کوونکي او دکالج عمله يې له پوځي عملياتو څخه وروسته دتندلارو له لاسونو څخه راخوشې کړي دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي نن سحر پنځه بجي يې ټول زده کوونکي سوا له يو څخه دپوځي عملياتو په ترڅ کې راخوشې کړل.
د ميجر جنرال اطهر عباس له مخې رزمک دجنوبي وزيرستان په لاره پروت دى او دغلته تندلاري اوس هم يوه ځاله لري او هم په دغه ځايې کې يې پلان جوړولو چې تښتول شوي زده کوونکي له ځان سره وساتي.
جنرال عباس زياته کړه له دې وروستو امنيتي ځواکونو جنوبي وزيرستان ته په غځيدلې لاره دتندلارو په ضد عمليات پيل کړل.
پاکستاني تيليويزيون سره په خبرو کې نوموړي وويل امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې عمليات نۀ کوي بلکې يواځې دتندلارو لخوا دامنيتي ځواکونو په کاروانونو دکيدونکو بريدونو ځواب وايي.
بايد وويل شي له دې وړاندې دقبائيلي سيمو په هکله دصدراعظم مشاور ويلي وؤ دزده کوونکو په ګډون دکيډټ کالج رزمک ګڼ شمير کسان تښتول شوي دي.
هغه ويلي وؤ په ٣٣ؤ ګاډو کې شاوخوا ٥٠٠ زده کوونکي سپارۀ وؤ چې طالبانو هغوي تښتولي دي.
چارواکي وايي وسله والو جنګيالو ددغه زده کوونکو ګاډي په بکاخيل سيمه کې اودرولي وؤ.
دپوليسو وينا ده وروستو څو ښځې او ماشومان پريښودل شول خو تندلارو دځان سره راکټونه، لاسي بمونه او خودکاره وسلې راوړي، دغو ګاډو ته وختل او دنامعلوم مقام لوري ته دتللو وينا يې وکړه.
کيډټ کالج دګرميانو درخصتيو له امله هم له نن څخه تړل شوى ؤ ځکه نو ښوونکي او زده کوونکي بنو ته راروان وؤ.