د ډرون بريد دبيت الله محسود ميرمن وژلې ده

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې شکمنو جاسوسي الوتکو دبيت الله محسود دسخراکرام الدين محسود په کور ميزائيلي بريد ترسره کړى چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود ميرمنه وژل شوې ده.
په بريد کې وژل شوې دغه دبيت الله محسود دوهمه ميرمن وه.
دبيت الله محسود دکورنۍ يو تن دنوم نۀ څرگندولو په شرط بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې دهغه دميرمنې دوژل کيدو پخلى کړى او ويلي يې په دغه بريد کې څلور ماشومان هم ژوبل شوي دي.
استخباراتي چارواکو ويلي دي په دغه بريد کې دوه تندلاري هم وژل شوي دي.
راپورونه وايي دجنوبي وزيرستان دلدها په ځانگړه سيمه کې دبيت الله محسود دسخر په کور ترسره شوي ددغه بريد په مهال په کور کې بيت الله محسود پخپله هم موجود ؤ خو دهغه دمړينې يا ژوبل کيدو په اړه معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
داکرام الدين محسود دلور اوپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود ترمينځ دوادۀ مراسم په تير نومبر کې ترسره شوي وؤ.
دبيت الله محسود او حکومت ترمينځ ترسره اوسه ترسره شوؤ خبرو اترو او تړونونو کې مولانا اکرام الدين مرکزي کردار ترسره کړى او سرچينې وايي هغه ددغه بريد څخه ژوندى وتلى دى.
تير کال دطالب کمانډر بيت الله محسود دوژنې په اړه اندازې هاغه وخت غلطې وختلې چې دورکوټي اختر په مهال داکرام الدين دلور سره دوادۀ کولو خبر بيت الله محسود پخپله ميډيا ته ورکړى ؤ.
سرچينې وايي دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود او دهغه دسخر اکرام الدين محسود دواړو تعلق په جنوبي وزيرستان کې دجنگيالۍ قبيلې شاهي خيل سره دى.
دپاکستان پوځ دروان کال دجون په مياشت کې ويلي وؤ چې حکومت ورته دبيت الله محسود په ضد په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو پيل کولو امر کړى دى او پوځ دهغه په شکمنو ځالو بمبارۍ هم ترسره کړي دي.
دپاکستان په خاوره دشکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې څخه تراوسه له ٥٠ؤ څخه زيات دغه رقم بريدونه ترسره شوي چې پکې ديو شمير تندلارو په گډون له ٥٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي .