لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هول بروک : طالبانو کې د بدنظې او گډوډي ښه خبرونه دي


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هول بروک د پاکستان د طالبانو مشر بېت الله محسود مرگ ډیرغټ پرمختگ گرځولی دی.
هول بروک وویل د پاکستان طالبانو کې د بد نظمی او د گډوډي خبرونه ښه خبرونه دي.
خو نوموړي خبردارې ورکړو چې په طالبانو او د هغوي پلویانو کې به غټ تغیر او بدلون راشي چې امریکا ته تراوسه معلومه نه دا چې به څه وي؟
ښاغلي هول بروک دغه خبرې د شورو په ورځ واشنگټن کې یوې مباحثې او ډیوه ریډیو سره په مرکه کې کړي.
د امریکا استخباراتي او پوځی چارواکي وایي چې د دې خبرې ٩٠ فیصده امکان دی چې بیت الله محسود د تېره اونۍ د ډرون الوتکې لخوا شوي برید کې وژل شوی دی.
هولبروک ډیوه ریډیو سره خبرو کې زیاته کړه چی امریکا پاکستان کې بې کوره شوو خللکو ته دگرې نړۍ نه په مجموعي توگه زیاتې مرستي ورکړي دي.
هغه دا هم وویل چی واشنگټن به د افغانستان د بیا ودانولو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی او په داسی حال کی به هغه هیواد ته ملکي مرستي جاري وساتي چی پوځي عملیات لا دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG