لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قریشي : د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود وژل شوى دى


د پاکستان لوړپوړي چارواکي ادعا کوي چې په روانه اوونۍ کې دشکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود وژل شوى دى.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ويلي دي چې هغه ته دترلاسه شوؤ استخباراتي معلوماتو له مخې دطالبانو مشر بيت الله محسود رښتيا وژل شوى دى.
دهغه وينا وه بيا هم ددغه خبر دبشپړ پخلي لپاره ثبوتونه راغونډولى شي.
له دې وړاندې دجمعې په سحر دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک هم خبريالانو ته ويلي وؤ چې دروانې اوونۍ په پيل کې دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود او دهغه ميرمن دميزائيلو په يو بريد کې وژل شوي دي.
رحمان ملک وويل پاکستاني چارواکو ته په دغه هکله تر دې مهاله نيغ په نيغه څه رقم ثبوتونه په لاس نۀ دي ورغلي ځکه نو په سمدستي ډول دبيت الله محسود دوژنې تصديق نۀ شي کولى.
دکورنيو چارو وزير دبيت الله محسود په ملگرو هم غږ وکړو چې بايد خپلې وسلې وغورځوي، ځکه چې حکومت دبيت الله محسود دترهه گريز جال دختمولو کلک هوډ کړى دى.
تيره ورځ شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په ځانگړه سيمه کې دبيت الله محسود دسخر اکرام الدين په کور دوه گائيډډ توغندي داغلي وؤ چې پکې دهغه ښځه وژل شوې وه او داسې اطلاعات هم رارسيدلي وؤ چې دبريد په مهال پخپله بيت الله محسود هم په دغه کور کې موجود وؤ.
يو قبائيلي مشر دخپل نوم نۀ ښودلو په شرط ويلي دي څه وخت چې دغه ميزائيلي بريد ترسره شو نو بيت الله محسود دخپل سخر په کور کې موجود دگردې ددرد درملنې لپاره دسخر په کور کې موجود ؤ او په دغه وخت ورته ډرپ ختلو.
دغه قبائيلي مشر ادعا وکړه چې دبيت الله محسود په جنازه کې يې پخپله گډون کړى دى.
دځايې ميډيا دراپورونو له مخې بيت الله محسود دنرگسۍ په سيمه کې خاورو ته سپارل شوى چې دځانگړې څخه يواځې ديو کلو ميټر په واټن پرته سيمه ده او دغه ځايې اوس طالبانو پخپله ولکه کې اخستى دى.
خو له ازادو سرچينو څخه ددغو اطلاعاتو په سملاسي توگه پخلى نۀ دى شوى.
امريکا او پاکستان دبيت الله محسود دسر قيمت په ترتيب سره ٥٠ لکه ډالره او ٥ کروړه روپۍ ايښودى ؤ.
بيت الله محسود دبنو په داودشاه سيمه کې زيږيدلى او تعلق يې دجنوبي وزيرستان سره ؤ.
٣٥ کلن بيت الله محسود دذيلي څانگې شاهي خيل سره تعلق لرلو او هغه مذهبي تعليم په شمالي وزيرستان کې ديوې مدرسې څخه ترلاسه کړى ؤ.
نوموړى تر يوې مودې دنيمې قبائيلي سيمې ايف ار بنو په يو جومات کې امام هم پاتې شوى ؤ.
بيت الله محسود ٥ وروڼه لرل او تير کال يې دوهم وادۀ هم کړى ؤ.
کله چې په کال ٢٠٠٤ء کې وانا څخه محسود سيمې ته دپاکستان پوځ ورننوتلو نو هغه په گوريلا فعاليتونو پيل وکړو.
دپاکستان حکومت په کال ٢٠٠٥ء کې سرا روغه سيه کې يو تړون ترسره کړو چې ددې له مخې نۀ يواځې بيت الله محسود او دهغه ملگرو ته عامه بخښنه وشوه بلکې پوځ دمحسود قبائيلو سيمې هم خالي کړې.
دقبائيلي چارو دماهرانو له مخې دغه دواړه کلونه بيت الله محسود دخپل قوت سيوا کولو لپاره وکارول.
په دغه موده کې دهغه دجنگيالو شميره دسلگونو څخه زرگونو ته لوړه شوه.
بيت الله محسود دالقاعده او افغان مشرانو ميلمستيا خپل درناوى گڼلو او په کال ٢٠٠٨ء کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال هغه په افغانستان کې دناټو او امريکايي پوځيانو په ضد بريدونو کې دککړتيا اعتراف وکړو.
دکال ٢٠٠٧م دډسمبر په مياشت کې بيت الله محسود په ټولو قبائيلي سيمو او دسرحد بيلا بيلو سيمو کې فعاله طالبان يو ځايې کړل او دتحريک طالبان پاکستان بنياد کيښودو چې له دې وروستو سوات څخه وزيرستان پورې دطالبانو دفعاليتونو لمن وغځيدله.
دپاکستان حکومت بيت الله محسود په هيواد کې دځانمرگيو بريدونو او اړي گړي پيښو کې دلاس لرنې ترڅنگ دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې په پلان کې ککړ بللى ؤ خو هغه دبې نظير بوټو دوژنې څخه انکار کړى ؤ.
دوزيرستان څخه پرته په نورو قبائيلي سيمو کې هم دبيت الله محسود دډلې جنگيالي موجود وؤ او هغوي په بريدونو کې په لسگونو پوځيانو څخه علاوه اولسي وگړي هم وژلي دي.
دسرچينو وينا ده اوس مهال دپاکستاني طالبانو دتحريک دمرکزي شورا غونډه روانه ده چې پکې دنوي مشر ټاکلو په هکله دطالبانو ترمينځ صلاح مشورې روانې دي.
دسرچينو وينا ده دپاکستاني طالبانو دتحريک دنوي مشر په توگه دولي الرحمان او حکيم الله محسود نومونه مخې ته راغلي دي اؤ غالب گمان دى چې په دغو دواړو کې يو تن طالبان اوس خپل مشر وټاکي.
ولي الرحمان دبيت الله محسود دنزدې ملگرو څخه شميرل کيږي او نوموړى په افغانستان کې هم طالبانو سره اړيکې لري.
څيړونکي وايي که دبيت الله محسود دوژنې پخلي وشي نو دا به په پاکستان کې دټولو طالب ياغيانو ډلو لپاره ستره ضربه او اسلام اباد او واشنگټن لپاره ستر برياليتوب وي.

XS
SM
MD
LG