لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان د بيت الله محسود د وژل کیدو نه انکار کوي


د پاکستاني طالبانو دغورځنگ مشر بیت الله محسود د وژل کیدو په اړه خبرونو کې اوس هم شکونه موجود دی. پرون د دپاکستان لوړپوړو چارواکو ادعا کړی وه چې په روانه اوونۍ کې دشکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود وژل شوى دى.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ويلي وو چې هغه ته دترلاسه شوؤ استخباراتي معلوماتو له مخې دطالبانو مشر بيت الله محسود رښتيا وژل شوى دى. خو نن د طالبانو غورځنگ مرستيال مشر حکيم الله محسود د خپل مشربيت الله محسود دوژنې په اړه خپارۀ شوي راپورونه رد کړي او وايي بيت الله محسود دجاسوسي الوتکو په بريد کې نۀ دى وژل شوى.
بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې حکيم الله محسود وويل بيت الله محسود ژوندى دى خو نوموړي دخپلې دغه ادعا په هکله کوم ثبوت وړاندې نۀ کړل شو.
هغه زياته کړه دبيت الله محسود دژوند په هکله مطبوعاتو ته دباور ورکولو لپاره به ډير زر څه رقم گام واخستل شي او وې ويل کيدى شي په دغه هکله کومه ويډيو هم جاري کړل شي.
دحکيم الله محسود وينا وه که دبيت الله محسود دژوند په هکله کومه ويډيو جاري کړل کيږي نو دهغې دبشپړ پخلي زيات اړخونه به دامنيتي وجوهاتو له امله په نظر کې نۀ نيول کيږي.
حکيم الله محسود وايي ددغه ډنډورې مقصد دا ؤ ترڅو محسود دعام منظر څخه لرې کړل شي.
کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې کۀ په رښتيا بيت الله محسود ژوندى وي نو ميډيا سره خبرې ولې نۀ کوي نوموړي وويل اوس مهال دغسې ممکنه نۀ ده.
نوموړي وويل دقبائيلي رواياتو سره سم په سخرږنۍ په کور کې اوسيدلو ته په ښه نظر سره نۀ کتل کيږي که نو دا ويل ډير گران دي چې گنې بيت الله محسود دسخر په کور کې اوسيدلو.
حکيم الله محسود دخپل مشر دوژنې خبر په داسې حال کې ردوي چې تيره ورځ دبيت الله محسود دډلې مخالف تندروه کمانډر کفايت الله خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وؤ بيت الله محسود په جنوبي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو په يو بريد کې سره دخپلې يوې ميرمنې وژل شوى دى .
او ددې ترڅنگ دپاکستان دبهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو او دجنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ منلې ده چې دبيت الله محسود دوژل کيدو په اړه يې راپورونه ترلاسه کړي دي.
بل لوري ته دطالب کمانډر بيت الله محسود دوژل کيدو څخه وروسته امريکايي چارواکو او ميډيا هيله څرگنده کړې ده چې اوس به دپاکستان اولس او حکومت لخوا پخپله خاوره دجاسوسي الوتکو څخه دترسره کيدونکو بريدونو مخالفت کې کمى راشي .
دپاکستاني حکومت او اولس دا دريځ دى چې د جاسوسي الوتکو دبريدونو له امله دترهگرۍ پر ضد روانه جگړه کې د پاکستان لخوا اخستل شوي گامونه اغيزمن کيږي اوتندلارو ته دځايې خلکو دملاتړ ترلاسه کولو موقعې ترلاسه کيږي.
څيړونکي وايي کۀ چرې دامريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کې دبيت الله محسود دوژل کيدو په اړه ادعاوې رښتيا ثابتې شي نو امريکا ته به په قبائيلي سيمو دجاسوسي الوتکو دبريدونو زيات جواز په لاس ورشي.
دپاکستان حکومت ددغو بريدونو مخالفت کوي خو څيړونکي وايي دامريکايي جاسوسي الوتکو څخه دغه بريدونه دپاکستاني حکومت په خوښه ترسره کيږي.
دسرچينو له مخې دبيت الله محسود دوژل کيدو څخه وروستو اوس دپاکستان په خاوره دتندلارو په ضد دجاسوسي الوتکو څخه دبريدونو جاري ساتلو پريکړه ددواړو هيوادونو چارواکي په گډه سره کولى شي.

XS
SM
MD
LG