شمالي کوریا کې نیول شوي خبریالی امریکا ته رسېدلی دي

دوه امریکایي خبریالې چې د پنځو میاشتو نه زیات په شمالي کوریا کې بندي ستال شوي بېرته امریکا ته راسیدلي دي.
دغه دواړې خبریالې پس دهغه راخلاصې شوی چې د امریکا پخواني جمهوررئیس بل کلنټن د هغو د خوشي کولو هڅې وکړی.
یو الوتکه چه پکې لاره لنگ، ایونا لنگ او پخوانی جمهوررئیس بل کلنټن سپوره وؤ د شورو په ورځ د کلیفورنیا ایالت په بوربینک هوائی ډگر باندی کوزه شوه.
ښاغلی کلنټن پیانگ یانگ ته خپل سفر په مهال د شمالی کوریا ستر مشر کیم جونگ دویم سره لیده کته وکړه.
امریکا ته په رسېدو پخواني جمهورئیس او دواړو خبریالو ته تود هرکلې وویل شو.
د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما ویلی د خبریالانو په خوشی کیدو زړهء ته اطمینان رسیدلی دی.
د شمالی کوریا خبري ایجنسۍ ویلي ښاغلی کیم د ښاغلی کلنټن سره د لیدو ورسته د نیول شوو خبریالانو ته د دوی په عمل بخنه ورکړه او خوشي یي کړی.