د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان قبایلې سېمې خېبر ایجنسۍ کې پولیټکل چارواکو ویلی په عملیاتو کې 22 تندلاری وژلي دي او ٣٥٠ خاصه دار ډيوټيو ته په نۀ حاضريدو گوښه کړل شوي دي .
دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندروه ډلې لښکر اسلام پر ضد دروانې مياشتې په لومړۍ نيټه پوځي عمليات پيل کړل شوي وؤ او دپاکستان پوځ تيره ورځ ادعا کړې وه چې دتيرو دوؤ اوونيو څخه دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې يې ١٣٥ جنگيالي وژلي او دهغوي ١٣٤ ځالې يې له مينځه وړي دي.
دچارواکو له مخې دپاکستان په خيبرايجنسۍ کې دغير قانوني گرځول شوې تندروه ډلې لښکر اسلام دمشر منگل باغ لخوا ددړکو وروسته دحکومتي امر باوجود ٣٥٠ خاصه دار عسکر خپلو ډيوټيو ته په نۀ حاضريدو گوښه کړل شوي دي.
دسرچينو له مخې پوليټيکل انتظامي دغو خاصه دارو ته دخالي دورځې ١٢ؤ بجو پورې خپلو ډيوټيو ته دحاضريدو وينا کړې وه.
دخيبر ايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ طارق حيات خان له مخې پوليټيکل انتظاميې دغو عسکرو ته خبردارى ورکړى ؤ چې کۀ چرې دټاکل شوي وخت پورې ډيوټو ته حاضر نۀ شي نو په ضد به يې سخت گامونه اخستل کيږي.
خو ددې باوجود هم دغه ٣٥٠ عسکر دټاکل شوي وخت پورې دتندروه ډلې لښکر اسلام دمشر منگل باغ ددړکو له امله خپلو ډيوټو ته حاضر نۀ شول چې له دې وروستو هغوي برطرف کړل شول.
دخيبرايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ دپوليټيکل ايجنټ وينا ده ددغو خاصه دارو دکمي پوره کولو دپاره به نوې بهرتيانې کولى شي.
په خيبرايجنسۍ کې دغيرقانوني گرځول شوې ډلې لښکر اسلام مشر منگل باغ ادعا کوي چې يو لک او شل زره وسله وال جنگيالي دځان سره لري.
دغه تندروه ډله دسيمې څخه دغيرقانوني او غير شرعي کارونو دله مينځه وړلو په نوم رامينځته شوې او ځينې وخت پاکستاني څيړونکي داسې تورونه هم لگوي چې دغه ډلې ته وسلې او پيسې دپاکستان استخباراتي شبکې برابروي.
خو منگل باغ وايي هغه دپوځ څخه پيسې نۀ اخلي بلکې يواځې دچندو له لارې دغه تنظيم چلوي.
دپاکستان پوځ هم څو ځل دا سپيناوى کړى دى چې تندلارو سره پټه لار نۀ لري