لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرایجنسۍ : بمي برید او ډزو کې درې عسکرو په گدون  پنځه مړه


دپيښې څخه وروسته امنيتي ځواکونو ناتاره ډزې وکړې چې په دغو ډزو باندې هم درې کسان لگيدلي او وژل شوي دي.
دامنيتي ځواکونو سرچينې وژل شوي کسان تندلاري ښايي خو دسيمې اوسيدونکو ډيوه راډيو ته ويلي دي چې دغه عام وگړي وؤ چې يو پکې ماشوم هم شامل دى.
بل لوري ته داتوار په ورځ دملاکنډ ايجنسۍ په تاڼه سيمه کې دځانمرگي بريد په هڅه کې پخپله ځانمرگي تن وژل شوى او ددوؤ عسکرو په گډون پنځه کسان ژوبل شوي دي.
خو پوځ په دغه پيښه کې دمرگ ژوبلې داوړيدلو څخه انکار کړى دى.
دسرچينو له مخې داتوار په سحر دبټ خيلې څخه يو ځان وژونکى په سپين رنگ موټر کې دتاڼې سيمې په لور روان شو خو انتظاميې ته ددغه تن په هکله داگاهو څخه خبر ورکړل شو.
سرچينې وايي کله چې دغه ځان وژونکي غوښتل تاڼه سيمه کې په يوه امنيتي پوسته ځانمرگي بريد ترسره کړي دهغې څخه مخکې امنيتي ځواکونو دهغه په گاډي ډزې وکړې چې له امله يې گاډى والوتو.
دپاکستان پوځ پخپله بيان کې منلې ده چې دتاڼې په امنيتي پوسته دځانمرگي بريد هڅه شنډه کړل شوې خو په دغه پيښه کې مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
پوځ وايي امنيتي ځواکونو دسوات دمټې سره نزدې په بامخيله سيمه کې دترهه گرو په ضد عمليات ترسره کول چې په دغه مهال ترهه گرو په امنيتي ځواکونو په لاسي بمونو سره بريد وکړو چې له امله يې يو پوځي خپل ژوند دلاسه ورکړو.
دپوځ له مخې دغلته په عملياتو کې دوه ترهه گر هم وژل شوي دي.
اخوا د باجوړ ايجنسۍ دسالارزو تحصيل په غونډۍ سيمه کې دسړک دغاړې په يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې درې کسان ژوبل شوي او دماموند تحصيل په قمر سيمه کې تندلارو يو پل په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى دى.
همدغه راز قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دسپين وام په مقام ددوؤ وسله والو ډلو ترمينځ نښته کې يو تن مړ او ٦ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG