افغانستان: درې امریکایي عسکر بمي چاودنې کې وژل شوي

افغانستان کې د امریکا پوځی چارواکي وایي چې د هېواد سویلي برخه کې د سړک د غاړی ښخ کړل شوي بمي چادونې له امله یي درې عسکر وژل شوي دي.
پوځي چارواکو دغه اعلان د شورو په ورځ کړی خو د پېښې په اړه کوم نور معلومات نه دی ورکړي.
دغه چاودنه د تشدد هغه لړی برخه ده چې افغان یاغیانو په ورستیو کې امریکایي او ناټو ځواکونو پرضد تنده کړی ده. تېره میاشت د کال ٢٠٠١ د طالبانو د حکومت نسکوریدو وروسته امریکایي ځواکونو لپاره د ټولو خونړۍ وه.
په افغانستان کې تېرو څو کلونو کې تشدد کې زیاتوالی راغلی دی او طالبانو په خپل اغیز د هېواد لری پرتو کلیوالو سیمو ته خپور کړی دی.
امریکایي او ناټو ځواکونه په غټه شمېره کې د تشدد مخنیوی او د طالبانو یاغیتوب ختمولو لپاره پرځایي کړی شوي دي.