اوباما وژل شوو امریکایانو ته درناوی وړاندی کړی

په افغانستان کې د وژل شوو اتلس امریکایي پوځیانو مړي امریکا ته رارسیدلي.
دغه مړي چې تېره شپه د ډیلې ویر ایالت هوایي ډگر ته ورسیدل نو د امریکې جمهوررئیس براک اوباما یې هرکلي ته لاړ و.
هوایي ډگر ته د جمهوررئیس وباما د سفر په هکله معلومات یواځې یو څو خبریالانو ته ورکړل شوي وو.
په هوایي ډگر کې ښاغلي اوباما د وژل شوو امریکایانو د کورنیو غړو سره ولیدل دغه اتلس امریکایان دا اونۍ په افغانستان کې په بمي حملو او د هیلي کاپټرو په غورځیدو کې وژل شوي وو.