مېلبورن: د نړۍ مذهبونو د ټولو ستره غونډه پېل شوی ده

د اسټریلیا ملبورن ښار کې د نړۍ مذهبونو د ټولو ستره غونډه د نړۍ مذهبونو پارلمان په نوم پېل شوې ده.
په غونډه کې د اسلامی نړۍ ، امریکې، اسرائیل ، اروپا او یو شمېر هېوادونو مذهبي مشران برخه اخلي.
دغه غونډه چې شپږو ورځو پورې به دوام لري هر پنځو کالو کې کېږي.
د تبت جلاوطن روحاني مشر دلائی لامه په گډون تر اتو زرو کسان دغه غونډه کې برخه اخلي.
د غونډې منتظمین وایي مقصد یي د بیلا بیلو عقیدو خلک راغونډول او د هغوي فکر او عقیدو خپله کې شریکول دی. دغه غونډه کې برخه اخستونکی به موسمي بدلون، بشري حقونو او د اسلام او مغرب ترمنځ تعلقوتو خبرې اتری کوي.