ډيره غازي خان : بمي چاؤدنه کې تر20ؤ زيات کسان وژل شوي دي

د پاکستان دپنجاب ايالت په ډيره غازي خان سيمه کې دپنجاب دلمړي مشاورذوالفقارکهوسه دکورترڅنگ په يوه بمي چاودنه کې لږه ترلږه ٢٠ وژل شوي او د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دپنجاب مشروزير ښاغلى کهوسه وايي دغه بريد دهغه په کورشوى دى چې پکې يې کورهم زيانمن شوى دى.
دغه بريد دنهې په ماذيگردکميټۍ چوک ترڅنگ په کهوسه مارکيټ کې ترسره شوى دى چرته چې زياتره وخت دښځواؤ ماشومانوبيروبار وي.
عيني شاهدان وايي دکهوسه مارکيټ مخې ته يو شکمن موټر ودرول شو اؤ دهغې څخه وروستودرنه چاودنه وشوه چې ټوله سيمه يې ولړزوله .
دچاودنې لۀ امله خواوشاودانيو ته سخت زيان رسيدلى اؤ گڼ شمير ودانۍ ړنگې شوي هم دي.
دپيښې سره سم امنيتي ځواکونه او مرستندويه ډلې سيمې ته رسيدلي اؤ امدادي فعاليتونه يې پيل کړي دي.
دپيښې په ځايې کې دپوليسو مشريا ډي ايي جي خبريالانوته په پيښه کې د٢٠ؤ کسانو دوژل کيدلواؤ د٥٠ څخه دزياتو دژوبل کيدلوتصديق وکړو.
هغه وويل په ډيره غازي خان سيمه کې لۀ دې وړاندې هم دغه رقم د ورانکارۍ پيښې رامينځته شوې وې ځکه نوپوليسو په سيمه کې کلک امنيتي تدابيرنيولي وؤ.
عيني شاهدان وايي اوس هم دراپريوتلوکورونو دملبې لاندې په شلگونو خلک گيردي چې دراويستلودپاره يې هڅې روانې دي.
په پيښه کې ژوبل کسان نزدې روغتونونوته رسؤل شوي اؤ په ټولو روغتونوکې بيړنى حالت پځايي کړل شوى دى.
د روغتونونوڅخه معلومه شوې ده چې تردې مهاله ٧٠ؤ پورې ژوبل شوي کسان بيلابيلوروغتونونوته رسول شوي چې پکې د٣٥ؤ کسانوحالت مرگونى ښودل شوى دى لۀ دې امله دمړو شميرکې داضافې انديښنه شته.
تردې دمه کومه تندروه ډلې ددغه بريد مسوليت په غاړه نۀ دى اخستى خوپوليسو دچاودنې دځايې څخه يوشکمن سړى نيولى اؤ دپلټنودپاره يې دځان سره بوتلى دى .
دپنجاب مشر وزير سردار ذوالفقارکهوسه ددغه پيښې څخه وروستوويلي دي بريد دهغه دکورپه لويه دروازه کې شوى دى.
کهوسه وايي دبريد په مهال هغه اؤ دکورنۍ غړي يې په کورکې نۀ ؤ ځکه ورته کوم زيان نۀ دى رسيدلى خودوه خپلوان يې په دغه بريد کې ژوبل شوي دي.