لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره غازي خان : بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره 33ؤ ته رسيدلې ده


د پاکستان دپنجاب ايالت په ډيره غازي خان سيمه کې تيره ورځ ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره 33ؤ ته رسيدلې او دژوبل شوؤ 91 کسانو څخه اوس هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دسيمې پوليسو په دغه هکله پلټنې پيل کړي ، تراوسه يې د20ؤ څخه زيات شکمن کسان نيولي او دچاؤدنې په غم کې دچارشنبې په ورځ دښار ټول بازارونه تړل شوي دي.
دغه چاؤدنه د ډيره غازي خان دگڼې گوڼې په يو مارکيټ کې ترسره شوې وه چې ورسره نزدې دپنجاب دحکومت ديو لوړپوړي مشاور سردار ذوالفقار کهوسه کور هم موجود دى.
ددغه چاؤدنې له له امله يو جومات او نزدې تر ٤٠ؤ پورې دوکانونه ړنگ شوي چې دملبې لاندې يې په لسگونو خلک نښتي وؤ.
دنهې په ورځ ډيره غازي خان کې ترسره شوې دغه چاؤدنه په روانه مياشت کې پنجاب کې ترسره شوې څلورمه ترهه گريزه پيښه وه.
له دې وړاندې دپينډۍ چاوڼۍ په يو جومات،دلاهور په مون مارکيټ اؤ په ملتان کې داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي په مرکزي دفتر بريدونه شوي وؤ.
دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې سږ کال داکتوبرپه ١٧مه نيټه دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ سترو عملياتو راپديخوا په ټول پاکستان کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو او دترهه گرۍ نورو پيښو کې د500ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دپاکستان حکومت دريځ لري چې په ټول هيواد کې ترسره کيدونکي دغه رقم فعاليتونه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو غبرگون دى.
دپنجاب دپوليسو مشر طارق سليم ډوگر ويلي دي دډيره غازي خان بمي چاؤدنه کې دککړ ملزم په هکله خبر ورکوونکي ته به ٥٠ لکه روپۍ انعام ورکولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG