لکي مروت : ځانمرگي بريد کې د مړو شمېر 42و ته رسېدلې

د پاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره نزدې دصوبه سرحد په لکي مروت سيمه کې دلوبو په يو ميدان کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 42 کسان وژل شوي او د 50 نه زیات نور ژوبل شوي دي.
دغه بريد دجمعې په ورځ شاه حسن خيل سيمه کې هاغه مهال ترسره شو کله چې دلوبو په يو ميدان کې ددوؤ لوبډلو ترمينځ دفټ بال مقابله روانه وه.
د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسېن ډیوه ریډیو ته په یوه معرکه کې ویلی چې دغه برید کې تر اوسه 35 کسان وژل شوي خو د مړو شمېره زیاتې دی شي.
ښاغلي افتخار د پاکستان قبایلي سېمه وزیرستان د نړۍ د ترهگرو اډه وگرځوله او زیاته یي کړه چې حکومت به د ترهگرو ختمیدو پورې خپل عملیات جاري ساتي.
ددغه پيښې له امله نزدې يوه وداني هم غورځيدلې ده چې په هغې کې دگڼو ماشومانو دگيريدلو راپورونه ترلاسه شوي دي.
په پيښه کې ژوبل کسان دلکي مروت ستر روغتون ته رسول شوي دي.
شاه حسن خيل سيمه په لکي مروت کې دطالبانو مرکز گڼل کيدو او په تيرو وختونو کې به دجنوبي وزيرستان څخه طالبان هم دغلته تښتيدل.
تيره موده کې ددغه سيمې خلکو دطالبانو په ضد يو لښکر وويستو او طالبان دسيمې څخه په تيښته مجبور کړي وؤ.
دپاکستان دننه دکال دوه زره لسم دپيل کيدو سره سم دا لمړى ځانمرگي بريد دى چې په لکي مروت سيمه کې ترسره شو او پکې گڼ خلک ووژل شول.
دپاکستان حکومت دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکي دغه ځانمرگي بريدونه او بمي چاؤدنې په جنوبي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو غبرگون بولي