یمن : حکومتي ځواکونو د القاعدې دوه غړي وژلي دي

د یمن امنیتي چارواکي وایي حکومتي ځواکونو د گل په ورځ د القاعدې شبکې دوه غړي وژلي دي.
چارواکی زیاتوي چې د القاعدې شبکې دغه غړي پایه تحت صنا سره نزدی وژل شوي دي.
د خالي په ورځ د یمن امنیتي مامورینو ویلي وو د هېواد ختیځ ولایتونو کې نور ځواکونه پرځاې کړي چرته چې القاعدې شبکې جنگیالي موجودیت لري.
دنائيجيريا سره تعلق لرونکی عمرعبدل مطلب چې د کرسمس په ورځ د امريکا په ډيټرائټ ښار کې دمسافرو دالوتکې تباه کولو هڅه کړې وه ویلی چې هغه ته تربیه په یمن کې ورکړل شوې وه.
د امریکا پوځي جنرال ډیوډ پېټراس چې دافغانستان او عراق کې د امریکا د جگړو مشري کوي ویلي امریکا به یمن ته لېږونکي پوځي امداد به په دوه کوي.
تېره ورځ د صومالیه تندروه ډلی الشباب ویلي وو خپل جنگیالي به جگړې لپاره یمن ته لېږی چې د القاعدې مرسته وکړي.
یمن ویلي بهرني ترهگر به خپله زمکه نه زغمي. امریکا الشباب ترهگر تنظیم بولی او وایي دغه ډله القاعدې سره اړیکې لري