رحمان ملک په طالبانو دوسلو غورځولو غږ کړى دى

دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک نن داتوار په ورځ په طالب جنګيالو دوسلو په ځمکه دغورځولو غږ کړى دى.
داسلام اباد څخه په جاري کړي يو بيان کې رحمان ملک وويل کۀ طالبان وسله ونۀ غورځوي نو دحکيم الله محسود او ولي الرحمان په ګډون به ټول تندلاري دسخت انجام سره مخ شي.
دهغه وينا ده دترهه ګرو لپاره اوس په پاکستان کې هيڅ ځايې نشته او اوس دغو طالبانو ته موقع ده چې وسلې په ځمکه وغورځوي او بخښنه وغواړي.
دهغه وينه په پيښور کې دمليشه ځواکونو دبرياليو عملياتو له امله په پيښور او خواؤشا کې دترهه ګرو په فعاليتونو کې ښکاره کمى راغلى دى.
هغه وايي داسې معلومات رارسيدلي چې ځينې جنګيالي دقبائيلي سيمو څخه وتلي او دهيواد په نورو برخو کې پټ شوي دي خو په دې هکله استخباراتي چارواکو او پوليسو ته دچمتو اوسيدو امر شوى دى.
رحمان ملک وويل بايد اولس په کرايه دخپلو کورونو دورکولو څخه وړاندې لمړى مکمل لټه وکړي او خواؤشا په شکمنو کسانو ژور نظر وساتي.
درحمان ملک په وينا دغو تندلارو ته به اجازه ورنۀ کړل شي چې پاکستان کې خپلې خوندې ځالې جوړې کړي.