قندهار: وسله والو پنځه پاکستاني کارکونکي وژلي دي

نا معلومو وسله والو جنگيالو دزيارت په ورځ دجنوبي افغانستان په قندهار ولايت کې پنځه پاکستانيان په ډزو سره وژلي دي.
ويل کيږي دغو پاکستاني وگړو دبياودانۍ ديوې جاپاني موسيسې سره کار کولو.
دقندهار دپوليسو مرستيال مشر محمد شاه فاروقي خبريالانو ته ويلي دي دغه کارکوونکي دقندهار پنجوائي اولسوالۍ ته ديو سړک په پروژې دکار کولو لپاره روان وؤ چې په دغه مهال پرې په موټر سائيکل سپرو دوؤ وسله والو ناتاره ډزې وکړې او هغوي يې ووژل.
هغه وويل په دغه بريد کې 5 پاکستانيان وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى چې دتداوۍ لپاره په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوى دى.
بايد وويل شي دامنيت دخراب وضعيت باوجود په زرگونو پاکستاني ماهران او مزدوران دغوره تنخاگانو په ترلاسه کيدو په افغانستان کې دبيارغونې په پلانونو کار کوي.