د زرداري پرضد د مقدمود  بیا پرانستلو خواست

پاکستان کې د بډو رشوتونو د مخنیوي اداره نیب وایي چې د سویټزرلېنډ حکومت ته به خواست کوي چې د صدر اصف علي زرداري پرضد د بډو رشتونو تړلی مقدمی بیا پرانېزي.
بلخوا د سویټزرلېنډ په جېنوا ښار کې یو سرکاري وکیل مطبوعاتو ته ویلي دي د پاکستان ورته تر اوسه داسې کوم خواست ترلاسه شوې نه دی.
د پاکستان د قامي احتساب د ادارې یو وکیل عابد زبیري د شورو په ورځ عدالت کې ویلي دي چې نېب سویټزرلېنډ کې د مقدمو د بیا پرانستو لپاره اقدامات کړیدي.
د پاکستان ستر عدالت تېرکال د جوړجاړي این ار او قانون غېر قانوني گرځولی دی چې تر مخه د صدر زرداري او نزدی اتو زرو نورو کسانو پرضد د بډو رشتونو جوړې مقدمې ختم کړل شوی وی.
د دی مقدمو د بیا پرانستو لا وجې څېړونکي نظر لري چې د عدلیې او صدر زرداري ترمنځ جگړا نوره هم توده شي او دغې جگړې له امله پاکستان بې تولې کېدی شي.