د صوبه سرحد نوی نوم «خېبر پختونخوا »

رپوټونه وائي دشورو په ورځ دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په ترسره شوې يوه غونډه کې دصوبه سرحد دپاره دنوي نوم خيبرپښتونخوا په ايښودلو اتفاق شوى دى.
دغه غونډه په اساسي قانون کې داصلاحاتو دکميټې دمشر سناتور رضا رباني په مشرۍ کې شوې ده.
د وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت، د عوامي نیشنل گوند د اطلاعاتو سېکتر او سېنټر زاهد خان ویلي سیاسي گوندونه په دې رضا شوي چې پښتنو ته خپل نوم ورکړي. هغه وویل د ایني اصلاحاتي کمیټۍ د غړي په توگه هغه اعلانونه کولی نه شي. خو پښتنو ته به داوس تشخص ورکړې شي.
دسرچينو وينا ده غونډه کې دنورو مهمو خبرو ترڅنگ زيات غور دصوبه سرحد دپاره دنوي نوم په ټاکلو وشو او دغونډې برخه وال دخيبرپښتونخوا نوم ايښودو باندې صلاح شول.
دصوبې دنوم دبدلون په اړه چې کله ډيوه ريډيو په صوبه سرحد کې دواکمن عوامي نيشنل گوند دمرکزي کشر سکترهاشم بابر څخه وپوښتل نو هغه وويل په نننۍ غونډه کې ټولې خواوې دصوبې دپاره دنوم په بدلون اتفاق ته رسيدلي او ماسخوتن 8 بجې به په دغه اړه رسمي اعلان وشي.
هاشم بابر وويل پاکستان مسلم ليگ(ن) په تيرو ورځو کې عوامي نيشنل پارټۍ ته ويلي ؤ چې هغوي دخيبرپښتونخوا په نوم متفق دي او اى اين پي په دغه اړه دمسلم ليگ سره خبرې اترې سرته رسوي دي.
هغه وويل هر څو کۀ پښتونخوا ددې خاورې تاريخي نوم دى خو دمجبوريت له امله مونږ تيار يو چې خيبرپښتونخوا ته هم غاړه کيږدو.
دغه رنگ د پېپلز گوند ( شېرپاؤ) ډلې مشر افتاب شېرپاؤ هم خېبر پختونخوا نوم ردکړی او وایي دوي په صوبایي اسمبلۍ کې د پختونخوا نوم کېښودو قرارداد منظور کړی وو.
خو هغه په ډاگه نۀ کړه چې نوى نوم به څه وي.
دپاکستان مسلم ليگ(ق) دصوبه سرحد صدر امير مقام خان ډيوه ريډيو ته وويل عوامي نيشنل گوند او مسلم ليگ(ن) په خيبرپښتونخوا متفق شوي خو دهغوي گوند په دغه نوم باندې سخت تحفظات لري او تيار نۀ دى چې په صوبه دغه نوم کيښودل شي.
انجنئير اميرمقام وويل کۀ په صوبه خيبرپښتونخوا نوم کيښودل کيږي نو دهغوي دډلې غړي به په دغه هکله اختلافي نوټ ليکي او هم به په اسمبلۍ کې ددې په ضد رايې کاروي.
امير مقام دريځ خپل کړو چې ددغه نوم سره به په صوبه کې يو شمير نورې لانجې سر راپورته کړي.