آيي ایم ایف وايي نړۍ کې د اقتصادي بدحالۍ مخه نیول شوې

آيي ایم ایف وايي نړۍ کې د اقتصادي بدحالۍ مخه نیول شوې

<!-- IMAGE -->

دورلډ ایکنامک اؤټ لوک په نوم خپل ورستي رپورټ کې انټرنیشنل مانیټري فنډ آيي ایم ایف یا نړي والې مالیاتي ادارې اټکل کړی چې د نړۍ اقتصاد به سږ کال د ۴.٢ (څلور اشاریه دوه) فیصد په شرح وده کوي.
د کال ٢٠١١ د پاره ادارې خپل اټکل په ځاې ساتلی چې دا به ۴.٣ (څلور شاریه درې) فېصده وي.
آيي ایم ایف وايي چې د اقتصاد اټکل شوې وده د توقع نه اوچته ده او مهم رول پکښې د برازیل، چین او د هند اقتصادونه لوبه وي.
د ايي ایم ایف مشر اقتصاد پوهه اولیویي بلانچارډ ویلې نړي وال اقتصاد د کړکیچ نه د بهر راوتو په کوشیشونو کې دا وخت په مهم پړاؤ ولاړ دی.
هغه وايي دنړي والې اقتصادي بدحالۍ مخه نیولی شوې ده، نړي وال اقتصاد بیا په ښه کیدو دی او د بیا ښه کیدو دا عمل ددوي د توقعاتو نه ښه روان دی او دا یقیناً د خوشحالۍ خبر دی.
بلانچارډ وویل چې د پرمخته تلونکي هیوادونو اقتصادونه د نړۍ د اقتصادي ودې د لارې د سر مشران دي. او اسیایه کې به د اقتصادي پرمختگ ٨.٧ (اته اشاریه اوه) فیصد شرح تر ټولو زیاته وي.
ايي ایم ایف وايي سره سره ددې چې ځني هیوادونو د اقتصادي ودې اوچه کچه ترلاسه کړې خو په دې مد کې مشکلات لا اوس هم شته.
په پرمخته تللي هیوادونو کې به امریکا د اروپا او د چاپان نه وړاندې وي خو چین او ځني نور پرمختگ کونکي هیوادونه به د امریکا نه وړاندې وي.
سږ کال د چین داقتصادې ودې شرح به ١٠ فیصده وي او د هند د اقتصادي ترقۍ شرح به ٨.٨ (اته اشاریه اته) فیصده وي. د ايي ایم ایف اټکل وايي چې د امریکا د اقتصادې ودې شرح به ٣.١ (درې اشاریه یو) وي.
ایي ایم ایف وايي د یورو کرنسۍ اروپايي هیوادونو اقتصا به سږ کال د یو فیصد په شرح ترقي کوي.
بلانچارډ وايي د ښو خبرونو سره سره اقتصادي ترقي په خپل ځاې ساتلو کې مشکلات هم شته. اقتصادي ترقي برقرار ساتلو د پاره هغه وايي چې نړي وال حکومتونه باید خپل قرضونه او د بجټ خسارې کمې کړي.
ايی ایم وايي چې د حکومتي قرضو په کمي کې د ناکامۍ به په نړي وال اقتصاد سخت اثرات رامنځته شي.
ايي ایم ایف د نړۍ د اقتصاد تجزیه په دې هفته کې واشنگټن کې د نړۍ لویو اقتصادونو په منځ د کیدونکې غونړې نه وړاندې خپره کړې ده.