عراق : بمي چاودنو کې لږ تر لږه 58 کسان وژل شوي

عراق : بمي چاودنو کې لږ تر لږه 58 کسان وژل شوي

<!-- IMAGE -->

عراقي چارواکي وایي په پایه تخت بغداد کې پرله پسې بمي چاودنو لږ تر لږه 58 کسان وژل شوي دي.
دغه چادونې د ښار په صدر سیمه کې چرته چې شعیه مسلمانان میشت دي شوي دي. امنتیي چارواکي وایي لومړی بمي چادونه د امریکا مخالف شعیه مذهبي مشر مقتدرالصدر دفتر ته نزدې شوی ده او په دغه چاودنې کې 25 کسان وژل او د 100ؤ نه زیات ژوبل شوي دي.
دویمه چاودنه په یو مارکیټ کې دننه شوې ده.
چارواکو د وینا ترمخه نورې چادونې د شعیه مسلمانانو په امام بارگاو کې شوي. دغه چادونې په داسې محال شوي چې پرون امنتي ځواکونو په عراق د القاعده شبکې دوه مهم غړو د وژلو ادعا کړې وه.
عراق کې د مارچ په میاشت کې شوي پارلماني ټاکنو وروسته د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلې دی.
په دغه ټاکنو کې کوم گوند په څرگند ډول برې نه دې ترلاسه کړې.
چارواکي د هېواد غېر یقیني سباون دتشدد پېښو ذمه وار گرځوي.