اوباما: اسلامي نړۍ سره د نوي سره اړيکې ټينگول غواړو

اوباما: اسلامي نړۍ سره د نوي سره اړيکې ټينگول غواړو

<!-- IMAGE -->

د امريکا جمهور رئيس يو وارې بيا دخپلې دې ارادې پخلى کړى دى چې هغه داسلامي نړۍ سره د نوي سره اړيکې ټينگول وي.
په واشنگټن کې دمسلمانانوکاروباري کانفرنس ته خپله ويناکې ښاغلي اوباما وويل ددغه کانفرنس لۀ لارې به دمسلمانانو اؤ مغرب ترمينځ داړيکو نوى دور پيل شي.
جمهور رئيس اوباما وويل د هغه حکومت به دمسلمانانو هغه شکونه اؤ انديښنې لۀ مينځه وړي چې دامريکا په بابله دهغوئ په ذهنونو کې دي.
هغه د کانفرنس برخه وال دخپلو هغه هڅو څخه هم خبرکړل چې داسلامي نړۍ سره يې داړيکو ښه کولو لپاره کوي.
براک اوباما وويل د لويديځ اؤ اسلامي نړۍ ترمينځ به دشخړو اؤ دترهگرۍ دچارو څخه ورپه اخوا داړيکو نوي اړخونه مخې ته راځي.
نوموړي وويل که چرې ديوبل خبرې ته غوږ ونيول شي نو ديوځايې تگ لارې پخپله پيداکيږي.
دبراک اوباما دامريکا اؤاسلامي نړۍ ترمينځ دبدگمانيو ختمولو دپاره به داسلامي نړۍ پوهان امريکااؤامريکايي پوهان اسلامي نړۍ ته ليږلى شي.
هغه وويل دتيرو وختونو دتگلارو لۀ امله دامريکا اؤ اسلامي نړۍ په مابين کې بدگمانۍ ليدل شوي دي اؤ اوس ددغوبدگمانيو ختمولو ته اړتياده.
جمهور رئيس وويل دنړيوالو چيلنجونو دمقابلې دپاره نن ضرورت ددې خبرې دى چې دنړۍ ټول هيوادونه يو بل ته نور هم ورجوخت شي.