سترې محکمې د وزیراعظم لخوا افسرانو ته دترقۍ ورکولو حکم کالعدم گرځولی

<!-- IMAGE -->

د پاکستان سترې محکمې ددغه هيواد دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني له لوري تير کال دستمبر په مياشت کې 54ؤ مرکزي افسرانو ته په 22م گريډ کې دسکترانو په عهدو دترقۍ ورکولو پريکړه کالعدم يا ناچله گرځولې ده.
سترې محکمې ددغه دوسيې اوريدنه 15مې فرورۍ پورې مکمل کړې او خپله پريکړه يې خوندي کړې وه.
نن دشورو په ورځ ددغې پريکړې داعلانولو په وخت سترې محکمې ووئيل سرکاري افسرانو ته دترقۍ ورکولو په وخت په ائين کې موجود قوانين او دافسرانو دکارکردگۍ په حقله ضروري مهم دستاويزات په نظر کې نۀ وؤ نيول شوي ځکه نو ددغو ټولو کسانو دترقۍ په بابله حکومتي حکمنامه ناچله گرځول کيږي.
بايد وويل شي په ترکي کې دپاکستان سفيرطارق عزيزالدين دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري ديو ليک له لارې دوفاقي افسرانو په ترقۍ کې دټاکل شوؤ اصولو په نظر کې دنۀ نيول کيدو څخه خبر کړى ؤ او هغه نه يې پخپله ددغه گام په ضد دنوټس اخستو غوښتنه کړې وه.
له دې وروستو خواؤشا 60ؤ مرکزي افسرانو هم په گډ ډول سترې محکمې ته يو ائيني خواست ورکړى ؤ چې پکې دريځ خپل کړل شوى ؤ ، حکومت د173ؤ افسرانو مشرولي دپامه غورځولې او 54ؤ افسرانو ته يې په 23م گريډ کې ترقي ورکړې ده.
دکومو افسرانو ترقۍ چې ناچله گرځول شوي په هغوي کې دوزيراعظم پرنسپل سکتره نرگس سيټهي ، دپيټروليم سکتر کامران لاشاري، دخيبرپښتونخوا او پنجاب چيف سکتران ، دپنجاب ائي جي طارق ډوگر، داخله سکتر قمرزمان چوهدري او دسي ډي اى چئيرمين هم شامل دي.