کشمیر کی  نهه تنه وژل شوی  - 2004-07-03

په هندی کشمیر کی په حملو او اخ و ډب کی لږ تر لږه نهه تنه وژل شوی او څه باندی پنځوس نور ټپی شوی دی . لومړی دوهتنه نن ددوشنبې په ورځ په سرینگر کی هغه وخت ووژل شول چه په یوه ریړی کی یو پټ بم گړز وهل . اته ایشت کسه پدی پیښو کی زخمی شول .

یو څو ساعته وروسته جدایی غوښتونکو تندروانو د اننت ناگ په ښار کی د ملیشی خوا ته لاسی بم ور واچاوه چی لږ تر لږه څلور ایشت کسان پکی زخمی شول . په جنوب کی یو پولیس هغه وخت ووژل او دوه نور زخمی شول چه تندروانو په سرحد کی د پولیسو پر تاڼی باندی حمله وکړه .