عراقی پولیسو د نجف له ښار نه په زور خارجی خبریالان ایستلی دی  - 2004-08-16

عراقی پولیسو د نجف له ښار نه په زور خارجی خبریالان په داسې وخت کې ایستلی دی چې حکومت غواړی په شیع گانو باندې حمله وکړی. له دې نه مخ کې امریکاېی عسکرو له خپلې نژدې اډې نه زیارت ته نژدې چې شیع گانو په کې مورچی نیولی ځان نژدی کړی دی. یوشمیر نورکسان چې ملی کنفرانس ته راغلی ویلی که د عراق حکومت بیا په نجف کې د سوله خبرې پیل نه کړی دوی به له کنفرانس نه ووځی. دیرشو کسانو چې په هغو کې دینی، سیاسی او د مدنی ټولنو نمایندگان شامل دی چې د عراق له پاره یوه سل کسیزه شورا وټاکل شی دا گواښ کړی دی. له بلې خوا دفلوجا یوه رغتون ویلی چې دامریکاېی قواوو په بمباریو کې څلور عراقیان وژل شوی دی. امریکاېی قواوې غواړی دغه سیمه له مخالفانو نه پاکه کړی.