هیومن رایټس واچ :  په افغانستان کې لاهم جنگ سالاران مسلط دی  - 2004-09-28

دهیومن رایټس واچ یو مامور وایی چه په افغانستان کې لاهم جنگ سالاران مسلط دی .په کلیوالی سیمو کې اکثره رایه ور کوونکی وایی چه ملیشه وو پخوا لا ور ته ویلی د ی چه څنگه او چاته رایې ور کړی او دوی له هغو ی نه ډارېږی او له خبرې یې نه شی تېرېدلی . کوم کسان چه له جنگ سالارانو سره مخالفت کوی هغوی دسر له خطر سره مخا مخ دی

هیومن رایتس واچ وایی چه په افغانستان کې دجمهوری ریاست دپاره لومړنی ملی انتخابات ډېر زیات اهمیت لری . خو ددغې موسسې رپوټ وایی چه په انتخاباتو کې ډېرې نیمگړتیا وې موجودې دی ،چه په هغو کې یوه دا ده چه ډېرو خلکو له یو وار نه زیات خپل نومونه درایه ور کولو دپاره ثبت کړی د ی. ډېر احتمال لری چه درجستر شوو خلکو شمېر دومره زیات نه وی لکه اکثره افغانان او بین ا لمللی مامورین چه ادعا کوی . دو وایی چه د رجستر شوو خلکو شمېر څه باندې لس میلونه دی . خو دا خبره درسته نه ده . پدغه رپوټ کې چه همدا نن خپور شو، داهم ویل شوی دی چه دانتخاباتو دپاره لازم دڅارنې بندوبس وکړی . رپوټ وایی چه دانتخاباتو دډېرو مراکزو پوره څارنه به ونه شی . څرنگه چه په هېوادکې دامنیت خوند نشته نو له دې امله به یوازې یو کم شمېر څارونکی دڅارلو په کار وگومارل شی

رپوټ وایی چه ډېر ستر مشکل دمحلی مقتدرو خلکو استبداد دی .په ټول هېواد کې تر اوسه هم هغه ملیشې او جنگ سالاران مسلط دی چه دطالبانو له را پر زېدلو وروسته دپوځی او سیاسی قدرت خاوندان شول. دغه خلک لاهم په خپلو سیمو کې له زور ،تهدید او فسادنه ددې دپاره استفاده کوی چه دمشروعو سیاسی فعالیتونو مخه ونیسی او دانتخباتو په جریان باندې خپله سلطه ټینگه کړی . کوم سیاسی لوبغاړی چه ددوی له ملیشو سره نه دی تړلی هغوی ته دمرگ تهدیدونه کېږی او ځکه نو خپل فعالیتونه نه شی تنظیمولی . ځینی په سیاست کې شامل نارینه او ښځې ،او بالقوه سیاسی مشران چه دې ته لېوال دی چه په سیاسی جریان کې فعاله برخه واخلی ،یا دسیاست له میدان نه بېخی وتی دی او یا دخپل سر له وېرې ډېر زیات احتیاط کوی