د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات - 2004-10-08

په افغانستان کی چی سبا د شنبې په ورځ د ملک د جمهوری ریاست ډیر مهم او لومړني اتخابات کیدونکي دي ، په زرهاوو خارجی او افغان عسکر ځای په ځای شوی دي .

پرون د کابل په شمول په څو نورو سیمو کی خال خال نښتي وشوې . رپوټونه وایی په جلال آباد کی د راکټ په یوه حله کی دوه کوچینیان زخمی شوی دي . د امریکا نظامی مامورین وایی دوی دې ته حیران دي چی د تشدد اندازه ولی دومره کمه او د یاغیانو تر منځ ډیره همکاری نه لیدل کیږی .

د طابانو طرفدارو جنگیالیو هوډ کړی چی انتخابات به گډوډ کړی . په دوی باندی دا ملامتی اچول شوې چی تیر کال یې په سل هاوو خلک وژلي دي چی په کی د انتخاباتو د چارو ١٢ کارکونکي هم شامل وو .

د بشری حقوقو ډلي وایی د خلکو ویریدو او تهدیدونو انتخابات د خطر سره مخامخ کړی دي . د عمومی عفوی مؤسسه وایی د افغانستان په انتخاباتو کی ستونزي په دې هیواد کی د خلکو د خراپ ژوند او بې قانونۍ نښی نښانې دي . ویل کیږی چی ددې انتخاباتو نتجې به تر څو هفتو پوری معلومی نه شی .