یونامعلومه سړی د کشمیر یو سیاتسمدار  وواژه او د هغه محافظ یی ټپی کړه - 2004-10-21

هندی مامورین وایی یوه نامعلومه سړی د کشمیر یو سیاتسمدار وواژه او د هغه محافظ یی سخت ټپی کړی دی .

مامورین وایی د جمو کشمیر ایالتی وزیر سفدر علی بیگ نن د پنجشنبې په ورځ د اننتناگ د ناحیی په سرنال نومی سیمه کی د خپل کور مخی ته وایشتل شو.

ښاغلی بیک د اندین نشنل کانفرنس دډلی غړی و ددی ډلی مشر عمر عبدالله دا وژنه په کلکه وغندله . تر اوسه چا ددی حملی مسولیت په غاړه ندی اخستی. خو پولیسان په هغو تندروه مسلمانو ډلو باندی شک لری چی د نولسوه نهه اتیایم کال نه راپدی خوا ددی دپاره مبارزه کوی چی یا دی ورته ازادی ورکړ شی او یا دى دوی د پاکستان سره یو ځای کړای شی.

دی جنگ جگړو په لړ کی تر اوسه پوری شپیته زره خلک وژل شوی دی .