سړی تښتونکی چی ځانته د اسلام لښکروایی  د شپږویشتو زندانی طالبانو آزادی غواړی - 2004-11-15

د طالبانو مربوط هغه تندروان چی د ملگرو ملتو دری کارکونکی یی په افغانستان کی برمته کړی وایی چی د برمته شو یو ژوند په دی پوری اړه لری چی د کابل حکومت د برمته کونکو د غوښتنو په برخه کی موافقی ته رسیدلی شی او که نه

ددغی تندوری ډلی جبیش الاسلام یوه نطاق نن کابل کی خبریالانو ته وویل چی د افغانستان حکومت نن تر نیمی شپی پوری وخت لری چی د یرغملو ازادی تر لاسه کړی. تندروان وایی که تر نیمی شپی پوری موافقه ونه شوه نو هر څه چی یرغملو ته پیښ شول دوی به یی مسول نه وی.

سړی تښتونکی چی ځانته د اسلام لښکر وایی د هغو شپږ ویشتو زندانی طالبانو آزادی غواړی چی د امریکا په بند کی پراته دی . سړی تښتونکو دا دوه ښځی چی یوه د کوسوا او بله د ایر لینډ ده او یو فلیپینئ سړئ تقریباً دری هفتی پخوا د کابل ښار نه برمته کړل. برمته کونکو څو ځله د ملگرو ملتو ددغو کارکونکو د وژلو گواښونه کړی وو او هر ځل هغه وروستئ نیټه چی دوی ټاکلی وه تیره شوه خو د چا وینه نه ده توی شوی.