پرویز مشرف  لاتینی امریکی ته په سفر روان شوی دی - 2004-11-26

یو پاکستانی مامور وایی پرویز مشرف لاتینی امریکی ته په سفر روان شوی او د پاکستان لومړنی مشر دی چی لاتینی امریکی ته سفر کوی. دا مامور وایی جمهور ریس پرویز مشرف نن د جمعی په ورځ خپل سفر پیل کړ چی هدف یی د پاکستان او لاتینی امریکی د هیوادونو تر منځ دبهترو روابطو ټینگول دی . ټاکل شوی د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف د برازیل ارجنتاین او مکسیکو د هیوادونو مشرانو سره وگوری. دی مامور دا هم وویل چی جمهور ریس پرویز مشرف به د بلی میاشتی په اخر کی د جمهور ریس بش سره د لیدنی دپاره واشنگتن ته هم روان شی او له هغی نه پس دبرتانیی او فرانسی د مشرانو لیدنی دپاره هغو هیوادو ته یی د سفر نیت هم کړی دی.