د افغانستان جمهورریس حامد کرزی وایی، هغه به په خپلی راتلونکی کابینی کی داسی څوک پری نه ږدی چه د دوه هیوادونو تابعیت ولری - 2004-12-21

د افغانستان جمهورریس حامد کرزی وایی، هغه به په خپلی راتلونکی کابینی کی داسی څوک پری نه ږدی چه د دوه هیوادونو تابعیت ولری. د ښاغلی کرزی نظاق نن، په کابل کی خبریالانو ته وویل هغه وزیران چه دوه تابعیته لری، هغوی به د دویم هیواد د تابعیت نه تیریږی. رپوټونه وایی چه، دا قانون د مالیی په وزیر اشرف غنی او د کورنیو چارو په وزیر علی احمد جلالی باندی چه دوه مشهورو برحاله وزیران دی، اثر اچولی شی. دوی دواړه د امریکا تابعیت لری. دغه نطاق همدغه راز وویل، ښاغلی کرزی به د اساسی قانون وجایب چه ټول وزیران باید لږ ترلږه د پوهنتون یوه دیگری ولری، ښه ټینگ عملی کړی.

په افغانستان کی د امریکا سفیر ښاغلی زلمی خلیلزاد وایی هغه فکر کوی چه ښاغلی کرزی به په راتلونکو څو ورځو کی خپله وټاکی.