د امریکا د مشرانو جرگې په عراق او افغانستان کی د نظامی عملیاتو ددوام د پاره څه د پاسه ٨١ ملیارډ ډالره منظورکړي دي . - 2005-04-22

د امریکا د مشرانو جرگې په عراق او افغانستان کی د نظامی عملیاتو ددوام د پاره څه د پاسه ٨١ ملیارډ ډالره منظورکړي دي . ددغي لایحې په اساس به چی پرون د رایو په ډیر زیات اکثریت منظور شوه په دغو دوو هیوادو کی محاربوی عملیات تمویلیږی او همداراز به په عراق کی د امریکا د نوي سفارت د جوړیدو چاری هم تر سره شی . د امریکا ولسی جرگې هم دې ته ورته یوه لایحه تیره میاشت منظور کړې وه چی په هغې کی د سفارت د پاره پیسې نه وې اختصاص شوي . د دغو دوو لایحو تر منځ دغه راز د مهاجرینو په چارو کی د تغییراتو په باب هم توپیر موجود دی . جمهور رئیس بوش اصلا د ٨٢ ملیارډ ډالرو پیشنهاد کړی و مگر په دواړو متنونو کی دا پیسې لږ څه کمی شوی دي . کله چی ددې لایحې د ولسی جرگې او د مشرانو د جرگې د متنونو تر منځ د توپیر موضوع حل شی نو بیا به هغه جمهور رئیس بوش ته د توشیح د پاره ولیږل شی .