د امریکا اردو وایی افغان او د امریکا په مشري قواو تقریبا نیم ټن هیروئین نیولي او اووه کسه مشکوک قاچاقبران یې بندیان کړی دي . - 2005-04-23

د امریکا اردو وایی افغان او د امریکا په مشري قواو تقریبا نیم ټن هیروئین نیولي او اووه کسه مشکوک قاچاقبران یې بندیان کړی دي . نن د اردو په یوه بیانیه کی ویل شوی دی چی د افغانستان د سرحدی امنیت ساتلو نوي قوې ددې هفتې په سر کی د ایران او ترکمنستان سره د افغانستان په سرحدی سیمه کی ۴٧٩ کیلوگرامه هیروئین ونیول . د امریکا د اردو په تخمین ددې هیروئینو ټوله بیه تقریبا دوه ملیون ډالروته رسیږی . د مخدره موادو ډیره زیاته برخه د افغانستان نه اروپا ته رسول کیږی .