په ننگرهار کی په سلگونو خلکو د امریکا د یوې مجلې د یو رپوټ په وجه احتجاجی مظاهرې وکړې  - 2005-05-12

لکه څنگه چه خبر یاست تیره په ننگرهار کی په سلگونو خلکو د امریکا د یوې مجلې د هغه رپوټ په وجه احتجاجی مظاهرې وکړې چه وایی د کیوبا په گوانته نمو کی امریکایی عسکرو د قران مجید بې حرمتی کړې. پرون مو په همدې ارتباط د امریکا خارجه وزارت او د دفاع وزارت د امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چه ددې رپوټ په ارتباط تحقیقات روان دی او که دا خبره رشتیا وی مسؤلو کسانو ته په د قانون سره سم سزا ورکړه شی. د خارجه وازرت نطاق همدارنگه د خبریالانو ته په همدې ارتباط وویل چه که دا خبره ثابته شی ډیره خواشینونکې او د غندنی خبره ده او د هغهوعمیقو ازښتنو خلاف خبره ده چه امریکا یې د مذهب د ازادې په برخه کی ورته قایل دی او په هیڅ ډول به ونه زغمل شی.

مونږ همدارنگه په دې ارتباط د ښاغلی زلمی خلیل زاد سره یوه مرکه کړې ستاسو پام ورته را اړوو.