د افغانستان جمهورریس حامد کرزئ نن د دوشنبی په ورځ په سپینه ماڼئ کی د جمهورریس بش سره وليد ل. - 2005-05-23

ښاغلی کرزی دی نه وړاندی چی په سپینه ماڼئ کی د جمهورریس بش سره ووینی د سی این این تلویزون سره په مرکه کی ویلی دی چی هغه امریکایی عسکر چی د افغانی بندیانوسره په ناوړه کارونو کی ککړ دی باید چی سزا ورکړل شی. د افغانستان اولس مشر د امریکا د حکومت هغه انتقادونه هم رد کړیدی چی وایی افغانستان کی د مخدره موادو ضد کمپاین سهی نه دی روان. ښاغلی کرزی وایی چی د افغانستان دیرش برخی زمکی د کوکنارو د فصل نه پاکی شویدی.

هغه په نړیواله ټولنه غږ کړیدی چی باید ددی په ځایی چی افغانان قصوروار وبولی باید خپله د مخدره موادو د غیر قانونی کاروبار د ختمولو په لړ کی خپل کوششونه گړندی کړی. دی نه وړاندی د یکشنبی په ورځ په بوسټن کی د خپلی وینا په وخت ښاغلی کرزی د افغانستان د روانی وضعی په باب جامع خبری کړیدی او ویلی دی چی افغانستان کی مدنی ټولنه مخ په بهترئ روانه ده او اقتصاد په سرعت سره مخ په ښه کیدو دی.