پاکستان سره په اړیکو کې زیاتې ستونزې لرو: عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرایې رېيس عبدالله عبدالله وايي هېڅ هېواد باید له ترهګرۍ څخه د خپل بهرني سیاست د وسیلې په توګه کار وا نه اخلي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې پاکستان ته په اشارې کړي څوک چې د افغان حکومت په وینا په افغانستان کې د ګڼو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

عبدالله وویل هېواد یې له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې ډیرې ستونزې لري ځکه په پاکستان کې میشته ترهګرې ډلې د افغانستان په بې ثباتۍ کې لاس لري.

ده وړاندې وویل د تیارو او شیطان قوت به د تل لپاره پاتې نشي که څه هم دا مهال یې افغان ولس ته غټ سرخوږی جوړ کړی. ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې په نوي ډېلي کې د هند د نړیوالو چارو شورا ته کړي دي.

د افغانستان اجراېي رېيس د سولې سره په تړاو خبرو کې وویل چې افغان حکومت هیڅکله هم د سولې د خبرو اترو لپاره دروازې نه دې تړلي او تل یې هېواد ته د سولې د راوستو لپاره کار کړی.

پدغه مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جې شنکر وویل چې هندوستان له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو باندې ټینګ ولاړ دی.

ډاکټر عبدالله همدارنګه افغانستان سره د هندوستان له مرستو مننه وکړه او وویل چې د هند مرستو د میلیونو افغانانو ژوند بدل کړی.

ده د هند لخوا په افغانستان کې د ۱۱۶ نویو پراختیایي پروژو یادونه وکړه پدې برخه کې یې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي څخه مننه وکړه.

عبدالله دا هم وویل چې ترهګري د ټولې سیمې لپاره یو بنیادي ګواښ دی او پدې برخه کې د ښه او بد ترهګر بېلو غلطه خبره ده. هغه پاکستان ته په اشاره وویل چې له حقیقتونو څخه سترګې پټول به حالات نور هم خراب کړي.

عبدالله وړاندې وویل چې افغانستان به هېڅ هېواد ته دا اجازه ور نه کړي چې د افغانستان لپاره بهرنی سیاست وټاکي بلکه دا د افغانستان حق دی چې په خپله ځانته بهرنۍ پالیسي غوره کړي.

هغه د بیلګې په توګه وویل که هند له افغانستان ته وه واي چې دا روغتیايي کلینیک درته جوړو خو له پاکستان سره ملګرتیا مه کوي نو بیا هم زمونږ ځواب به همدا وي او همدا ځواب به مو د امریکا او ایران لپاره هم وي چې د افغانستان نږدې ملګري دي.

عبدالله همدارنګه د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې د نوې اعلان شوې تګلارې هرکلی وکړ او وویل چې پدې کې اسلام اباد ته روښانه پیغام پروت دی.

ده دا هم وویل چې پدغې سټراتیژۍ کې د افغانستان لپاره د هندوستان لپاره سم رول ورکړل شویدی.