افغان پوځ: موسا قلعه او نوزاد ولسوالیو نه تگ لارې د لاندې په شا شوي

رپورټونه وايي د تیرو څو میاشتو راهسې طالبانو په هلمند کې پرمختگ کړی او ډیرې سیمې يي یا خو قابو کړې او یا يي د خپل اثر د لاندې راوستلي دي

د افغانستان پوځ ددې رپورټونو ترید کوي چې طالب وسله والو حکومتي ځواکونه د جنوبي هلمند ولایت په موسا قلعه او نوزاد ولسوالیو کې په شا تمبولي دي.

د افغان پوځ نائب مشر جنرل مراد علي مراد په افغان پوځ کیدونکي ددې تنقید ردونه کړې چې عسکر يي طالبانو له خوا د فشار له امله په شا شوي دي.

د گل، دوشنبې، په ورځ خپله وینا کې جنرل مراد وویل افغان عسکرو ځېنې پوسټونه جگړې دپاره د تربیي په خاطر خالې کړې دي چې اوړې په موسم کې جنگ دپاره خپل صلاحیتونه بهتر کړي.

جنرل مراد وویل افغان عسکر د تیرو څو میاشتو راهسې په دغه سیمه کې په جنگ کې بوخت دي او د خپلو کورنیو او ارام ته يي ضرورت و.

د امرېکې پوځي ترجمان کرنل لا هارن هم ددې افغان پوځ د فیصلې تصدیق کړې دی کرنل لا هارن وویل د افغان پوځ ٢١٥ کور مشر فیصله کړې چې خپل عسکر طالبانو سره جنگ دپاره بیا پرځائې کړي.

رپورټونه وايي د تیرو څو میاشتو راهسې طالبانو په هلمند کې پرمختگ کړی او ډیرې سیمې يي یا خو قابو کړې او یا يي د خپل اثر د لاندې راوستلي دي.