داعش په ختیځ افغانستان کې گڼ شمیر سکولونه تړلې دي

افغان حکومت وايي په ننگرهار کې يي دداعش خلاف گټی ترلاسه کړې دي او په نزدې ورځو کې افغان او د نیټو عسکرو په خپلو عملیاتو کې ځیني سیمې دداعش نه خلاصې کړې دي. خو د ننگرهار په سکولونو کې د داعش ویره موجود ده

د افغانستان په ختیځ ننگرهار ولایت کې داعش وسله والې ډلې د خپلې ولکې د لاندې سیمو کې گڼ شمیر سکولونه تړلې دي چې په نتیجه کې يي په زرگونو طالب علمان د ذدکړو نه محرومه شوي دي.

د افغانستان د تعلیم د وزارت ترمخه، د ننگرهار په اچین، هسکه مینه او کوټ ولسوالیو کې ٥٨ سکولونه بند شوي چې پکې ٣٣٠٠٠ طالب علمان داخل وو.

د اچین ولسوالۍ په ټولو ۴٦ سکولونو کې د نیمې نه زیات بند دي او زیاتره طالب علمان د خپلو کورنیو سره داسې سیمو ته منتقل شوي دي چرته چې سکولونه خلاص دي.

په ورستیو میاشتو داعش د افغانستان په ختیځ او په خصوصي توگه ننگرهار ولایت کې خپل فعالیتونه زیات کړې دي چې پکې په افغان امنیتي ځواکونو حملې هم شاملې دي.

رپورټونه وايي داعش د پولې پورې راپورې د خلکو او د تعمیراتي لرگي په کاچاک کې هم ککړتیا لري او مطبوعاتو دلارې يي په افغانستان کې د خارجي وسله والو د تربيي اشتهارونه هم خواره کړې دي.

افغان حکومت وايي په ننگرهار کې يي دداعش خلاف گټی ترلاسه کړې دي او په نزدې ورځو کې افغان او د نیټو عسکرو په خپلو عملیاتو کې ځیني سیمې دداعش نه خلاصې کړې دي.

خو د ننگرهار په سکولونو کې د داعش ویره موجود ده.

د ده ساراک هائي سکول د نهه میاشتو پورې داعش نیولی وو خو بیرته پرانستل شوی دی. د سکول هیډماسټر امان الله خادم وي او ای ته ویلي د داعش وسله ورته وویل چې سکول ته به نه راځۍ ځکه چې د افغان حکومت ملکیت دی او حکومت قانونیت نه لری.

داعش دغه سکول د خپل مرکز په توگه استعمالولو او مشرانو به پکې د خپلې تگ لارې او قیدیانو د سزا کولو فیصلې کولې. په دغه سکول کې ٣٠٠٠ طالب علمان داخل وو. د سکول یو طالب علم وي او ای ته ویلي دداعش وسله وال يي لیدلې وو.

یادونه: دا خبر د وي او ای خبریالانو، رحیم گل ساروان، د اچین، افغانستان، او نور زاهد، د واشنگټن، څخه رپورټ کړې دی.