حنیف اتمر له خپل امریکايي او هندي سیالانو سره د سیمې په مهمو مسلو خبرې کړیدي

د امریکې د قامي سلامتیه سلاحکار جان بولټن

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپل امریکايي سیال جان بولټن سره د ویډیو کانفرانس له لیارې د سولې د روان بهیر او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ باندې خبرې وکړې.

د دواړو لوریو ترمنځ دغه ویډیو کانفرانس د نهې یا سې شنبې د ورځې د ماښام ناوخته ترسره شوی.

ښاغلي اتمر له جان بولټن سره تر ویډیويي خبرو وروسته په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي: "بولټن د افغانستان او د سیمې په سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې وکړې او دواړو غاړو په دې ټینګار وکړ چې د دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو او ودې لپاره به له یو بل سره خپلو ژمنو ته همداسې دوام ورکوو."

حنیف اتمر په یوه بل ټویټ کې لیکلي: دواړو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د سټراټېژۍ د عملي کېدو په بهیر او پایلو باندې هم خبرې وکړې.

بل پلو د هندوستان د ملي امنیت مرستیال سلاکار هم په کابل کې له حنیف اتمر سره لیدلي دي.

اتمر له راجندر خانا سره تر لیدلو وروسته په یو ټویټ کې لیکلي: "مونږ تاسو ته دا ډاډ درکوو چې په افغانستان کې به د هندي اتباعو د امنیت ساتلو په برخه کې سخت کار وکړو."

اتمر دا هم ویلي دي چې افغانستان او هندوستان به د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د پراخوالي په برخه کې په ګډه کار کوي.

د هندوستان د ملي امنیت مرستیال سلاکار راجندر خانا وویل، هندوستان ژمن دی چې له افغانستان سره د ترهګرۍ په وړاندې جګړې او د سولې د راوستلو په بهیر کې کلک ودریږي.

له حنیف اتمر سره د امریکایي او هندي سیالانو خبرې په داسې حال کې ترسره شوي چې په دې وروستیو کې په خپله د یو جګ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی و او ددغه هېواد له لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره یې د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي اتمر ددغه سفر پرمهال افغانستان ته د پاکستان د پوځي مشر د راتګ په برخه کې د ولسمشر اشرف غني بلنه هم وړاندې کړه چې د پاکستاني لوري لخوا ومنل شوه او ټاکل شوېده چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیتي سلاکارانو او مشرانو ترمنځ دغه وروستۍ هلې ځلې په داسې حال کې روانې دي چې په افغانستان کې امنیتي ننګونې زیاتې شویدي او طالبانو د خندق په نامه خپل پسرلني عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې حکومتي او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.