د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ستاینه کړې چې ویلي یې دي د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي، طالبان د علاج دپاره پاکستان ته راوړل کېږي او د مړي یې هم په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي.
حمدالله محب په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "زه د پاکستان د داخله وزیر شېخ رشید ستاینه کوم چې طالبانو سره د پاکستان ملاتړ یې څرګند کړو. مونږ نورو زړه ورو پاکستانیانو ضرورت لروو چې په افغانستان د اېشغال په ضد غږ پورته کړي."
I commend Pakistan’s Interior Minister Sheikh Rashid for exposing Pakistani support to Taliban. We need more brave Pakistanis to speak out against the onslaught on Afghanistan. https://t.co/EIcixLxaC3
— Hamdullah Mohib (@hmohib) June 28, 2021
د پاکستان جیو ټېلې وژن سره خبرو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشېد احمد وویل د طالبانو کورنۍ د اسلام اباد په مضافاتي علاقو کې اوسېږي.
هغه زیاته کړه د طالبانو کورنۍ د اسلام اباد شا او خاو سیمو لکه روات، لوی بير، باره کهو، ترنول او نورو ځايونو کې پاتې کېږي، د هغو ځينې مړي پاکستان ته وړل کېږي او د علاج دپاره هم پاکستان ته منتقل کېږي.
افغان چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې مېشته دي او د هغه ځای څخه په افغانستان کې د بریدونو رهنمايي کوي خو پاکستان په خپله خاوره د طالبانو د موجودګۍ خبره ردوي.
پاکستان وايي د افغانستان د سولې په موجوده بهیر کې کردار ادا کړی دی او په افغانستان کې سوله غواړي.
په دسمبر 2020 کې افغانستان د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په يوه ويډيو مخې راتلو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د طالب مشرانو او جنګيالو په پاکستان کې شتون د افغانستان د سولې په لار کې ستونزې جوړولی شي.
افغان رسنیو د دغه ويډيو په اړه ويلي وو چې ملا برادر د کراچۍ يو روغتون ته د ټپي طالبانو سره ليدنې له ورغلی او هلته یې دغه خبرې کړې وې چې دوی د قطر خبرې په پاکستان کې د خپلو مشرانو سره په سلا مشوره کوي.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دعوه کړې وه چې "ملا برادر په کراچۍ کې درې کارونه کړي: یو دا چې د کراچۍ په یوه سرکاري روغتون کې یې له هغو ټپي طالب ترهګرو سره لیدلي چې بې له ویزې هلته دي، بل دا چې د ترهګرو د هڅونې لپاره د هغوی روزنیز کېمپ ته تللی او دريم دا چې په دې پړاو کې د طالبانو د ملاتړ په خاطر د پاکستان د حکومت مننه کړې ده".
پاکستان وايي طالبان يې د امریکا سره د خبرو مېز ته راوستي دي، او په 25 جون چې نيويارک ټايمز د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مرکه خپره کړې عمران خان پکې ويلي، په طالبانو يې ټينګار کړی چې د نظامي يا پوځي لار په افغانستان کې ګټې نه ځي ځکه چې دا به د کورنیو جګړو سبب وګرځي او که افغانستان د کورنیو جګړو نه اغېزمن کيږي د افغانستان نه پس اثر به یې په پاکستان وي.
هغه ويلي پاکستان د وړاندې نه د درې ملينه افغان کډوالو کوربه توب کوي نور به پسې را روان شي.
امريکا اعلان کړی چې د روان کال د ستمبر د 11 نېټې پورې د افغانستان نه ځواکونه اوباسي، او چارواکي یې وايي په دغه کار عمل پېل کړی دی.
د امریکا د دغه اعلان وروسته په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.