رپورټ: افغان صدر د طالب مشرانو سره لیدلې

  • صداقت جان

طالبانو او نورو حکومت مخالف ډلو سره د خبرو اترو د سترې شورا مشري پخوانی وولس مشر برهان الدین رباني کوي

د افغانستان صدر حامد کرزي د طالبانو دریو مهمو مشرانو سره په کابل کې لیده کاته کړې دي چې پکښې د ننگرهار ولایت د طالبانو پخوانی والي مولوي عبدالکبیرهم شامل دی.

او په افغانستان کې د جگړې په حقله رپورټونه وائې افغان ځواکونو د هلمند ولایت د خوگیانو په ولسوالۍ باندې بیا قبضه کړې ده. څو ساعته وړاندې طالبانو د سختې جگړې ورستو دغه ولسوالي په خپله ولکه کې اخستې وه.

هم په هلمند ولایت کې نیټو وئیلې د طالبانو د رسد په مرکز باندې حمله کې يي ١٥ جنگیالي وژلې دي.

که یوخوا افغانستان کې د نړې والو، افغان عسکرو او طالبانو په منځ کې د نخښتو خبرو منځته راځې نو بل اړخته د یاغیانو او حکومت ترمنځ د امن د پاره هلې ځلې هم روانې ښکارې.

په دې حقله د امریکې ایسوسې ایټډ پریس نومې خبرې ادارې خپل یو رپورټ کې ویئلې چې طالب مشران د حامد کرزي سره لیده کاته د پاره په هیلې کاپټر کې کابل ته راوستلی شوې ؤ او هغوې د کابل په یو پراسائش هوټل کې دوه شپې ووکړې.

د مولوي عبدالکبیر سره سره دوه نورو طالب مشرانو صدر اعظم او انوارالحق مجاهد د حامد کرزي سره په خبرو کې د شرکت ورستو بیا پیښور ته بوتللی شول.

د ای پې د رپورټ ترمخه، انوارالحق په کال ٢٠٠١ کې د اوسامه بن لادن د توره بوره نه په تښتیدو کې مرسته کړې وه. ویل کیږي هغه تیر کال په پیښور کې د نیول کیدو ورسته تر اوسه پورې د پاکستان په ولکه کې دی.

ای پي خپل رپورټ د یو پخواني طالب مشر په حواله ورکړی دی. رپورټ وائې یو غربي چارواکې هم طالب مشرانو سره د حامد ‏کرري د لیده کاته تصدیق کړی دی خو دا يي نه دې وئیلې چې په لیده کاته کې څوک څوک شامل ؤ یا پکښې څه پرمختگ شوی دی. رپورټ کې نه دې پخواني طالب مشر او نه د غربي چارواکې نوم څرگند کړی شوی دی.

حامد کرزي طالبانو او د حکومت نورو مخالفینو سره د خبرو اترو د پاره ٧٠ کسیزه شورا جوړه کړې ده او ددې خبرې تصدیق يي کړی دی چې طالبانو سره په غیررسمي کچه رابطې شوې دي. امریکائې چارواکو ویئلې چې امریکا د افغان حکومت او د طالبانو په منځ کې د خبرو اترو ملاتړ کوي. او پاکستان وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د امن د پاره د خبرو اترو په عمل کې کردار ادا کولو ته تیار دی.

په هلمند کې د جگړې په حقله رپورټونه وائې د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد منلې ده چې طالبان د هلمند د خوگیانو ولسوالۍ نه وتلې دي. هغه ویئلې طالبانو یو شمیر افغان پولیس سره دسلې نیولې دې.

افغان چارواکو وئیلې د خوگیانو نه د وتلو په وخت طالبانو ځنې حکومتي ودانیو ته اور اچولی دی.